د ډیټابیس لوی مدیریت
۱۴۰۳/۱۱/۱۲ 9:20 PM
بسم الله الرحمن الرحیم
د ډیتابیس لوی مدیریت کاري کړنلارې
ډیتابیس :
اتمه ماده :
راټول شوي معلومات د آسانه لاس رسي، ساتنې او د ښه مدیریت لپاره چې کولای شو په کم وخت کې زیاد معلومات ترتیب او تنظیم کړو، په الکترونیکی ډول کې ساتل کیږي.
موخې او مسؤولیتونه:
نهمه ماده:
۱- د اطلاعاتي بانک د رامنځته کیدو په موخه د خپرونکي طرحه او ډیزاین.
۲- اړوند سایټ کې د الکترونیکي کتابونو تنظیمول او پراختیا.
۳- د ګټه اخیستونکو لپاره د میکانیزم جوړول او مربوطه سایټ ته پراختیا ورکول.
۴- د خصوصي کتاب خپرونکو ټولنو د تعداد راټولولو لپاره د میکانیزم رامنځته کول او ډیتابیس کې ثبتول.
۵- د بیهقي ریاست له لوري چاپ او ډیزاین شوي کتابونو راټولول او په دیټابیس کې ثبتول .
۶- ډیتابیس کې د لیکوالانو او شاعرانو کتابونه، خپرونې او ورځپاڼې او د خصوصي خپرونکو مجلې ثبتول چې د بیهقي غرفو اړوند وي.
دیټابیس کې لاندې معلومات ثبت کیږي:
لسمه ماده:
۱- د ریاست له خوا چاپ شوي کتابونه.
۲- د مرکز او ولایاتو څخه د کتاب خصوصي خپرونکي.
۳- د بیهقي غرفو اړوند خصوصي کتابونه.
۴- د بیهقي غرفو اړوند خصوصي مجلې.
۵- د بیهقي غرفو اړوند خصوصي ورځپاڼې.
د معلومات راټولونې لمړۍ مرحله:
یوولسم ماده:
۱- د معلومات د راټولولو لپاره د مکتوبونو ترتیب، ټایپ او د جدولونو جوړول.
۲- په جدول کې د بیهقي ریاست د چاپ شوي کتابونو او د بیهقی غرفو لپاره ( دکتاب عنوان، مولف، د چاپ شمېر، د چاپ کال، ISBN، د چاپ وار، او مجلې او ورځپاڼو لپاره عنوان، مؤسس، خپرونکي د تاسس کال مسلسله شمېره، تعداد، قیمت....) او د خصوصی خپرونکو لپاره (د موسسې نوم، د مسؤول نوم، د چاپ کړي کتابونه شمېر موقعیت، د جواز نمبر، د اړیکې شمېره، د جواز کاپي) لیکل کیږي.
۳- د ریاست مرکزي آمریتونو ته د مکتوبونو او جدولونو لیږل.
۴- د اطلاعاتو او کلتور وزارت ولایتي ریاستونو ته د مکتوبونو او جدولونو لیږل.
د معلومات راټولونې دویمه مرحله:
دولسمه ماده:
۱- ترلاسه شوی معلومات مکتوبونه وارده نیول.
۲- د ولایاتو څخه ترلاسه شوي معلومات ډیتابیس کې ثبتول.
۳- د ریاست د آمریتونه له خوا د چاپ شوي کتابونه مشخصات ډيتابیس کې ثبتول.
۴- ترلاسه شوي ټول معلومات د لېږل شوي جدول مطابق ډیتابیس کې ثبت کیږي.
د اړوند ادارو مکلفیتونه:
دیارلسمه ماده :
۱- د ریاست آمریتونه او د اطلاعاتو فرهنګ ولایتي ریاستونه مکلف دي چې په وخت سره د دیتابیس لوی مدیریت مکتوبونه ځواب کړي.
۲- که چېرې د تعقیبي (دویم مکتوب)د لېږلو وروسته د ډیتابیس لوی مدیریت مکتوب ځواب نه شي او د یاد ادارو کتابونه او نور اړوند معلومات ډیتابیس کې د ثبتولو نه پاتې شي مسؤولیت د اړوند ادارې په غاړه ده.
۳- د ریاست آمریتونه او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند ولایتی ریاستونه باید د یتابیس او ویب سایت د مواد په راټولولو کې د دیټابیس لوی مدیریت سره همکاري ولري.