د کالنۍ د تحقیق او تحلیل آمریت

۱۴۰۳/۱۱/۱۲     9:20 PM      

بسم الله الرحمن الرحیم

د کالنۍ د تحقیق او تحلیل آمريت کاري کړنلارې

مخینه

لمړۍ ماده: 

کالنۍ په ۱۳۱۱ لمریز کال د کابل کالنۍ په نامه د وقت حکومت د ادبی انجمن له خوا په فعالیت پیل وکړ بیا په ۱۳۳۱ کال کې په افغانستان کالنۍ و نومول شو ل 

دویمه ماده: 

د افغانستان د کالنۍ  ترتيب او تدوین  د افغانستان د کالنۍ  آمریت یو له مهمو مسؤليتونو څخه شمېرل کیږي او دا آمریت مکلف دی ترڅو د هیواد مهمې  سياسی تاریخی امنيتي ټولنیزي او فرهنګي پېښې انتخاب او په منظم ډول تدوین، ټایپ، تصحیح او د چاپ لپاره سمبالې کړي. کالنۍ د هجری لمریز کال په اساس او د کال په تیریدو په بل کال خپریږي.

د کالنۍ مطالب

دریمه ماده: 

د افغانستان کالنۍ  د لاندې مطالبو لرونکې ده: 

۱- بسم الله الرحمن الرحیم 

۲ – د افغانستان اسلامي امارت بیرغ او د افغانستان نقشه. 

۳ – د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر پیغام او خپروندوی ادارې لیکنه.

۴ – له معمول سره سم د اسلامي امارت د عالي مقاماتو بيوګرافي. 

۵ – د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله د بیانیو، لیدنو، فرمانونو، حکمونو، سفرونو، پیغامونو او د اسلامي امارت اعلامیو خپرول. 

۶ – د اسلامي امارت د رییس الوزرا حکمونه او کتنې او د رییس الوزرا د مرستیالانو کتنې. 

۷- د کابینې غوندې د اقتصادی، سیاسي او اداري کمیسیونونو د غونډو راپورونه. 

۸- مهمی کورنۍ او بهرنېۍ پېښې. 

۹- د اسلامي امارت لاسته راوړنې.

۱۰- فرهنګي او علمی څېرې چې د کال په اوږدو کې وفات شوی دی. 

۱۱- د افغانستان مشهوری څېرې خپرول.

۱۲- د وړاندې شویو سیمینارونو، کنفرانسونو او مرکو راپور. 

۱۳- د کال د مهمو پېښو راپورونه لکه: د لویو جرګو او ناستو د ملي او بین المللي کنفرانسونه. 

۱۴ – د افغانستان دسترې محکمې د وزارتونو او خپلواکو امارتي ادارو کالنۍکاري راپورونه. 

۱۵ – داحصایې او معلوماتو ملي ادارې او کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ د هېواد احصائیوی معلومات او اداري واحدونه د ولسوالیو تر کچې پورې خپرول.

۱۶– دکال کلیزې، د بهرنیو اسعارو بیه او د لومړنیو خوراکي توکو نرخونه .

۱۷- د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مقام له لارښوونو سره سم د اړتیا وړ نور مطالب کالنۍ کې ځای پر ځای کول.

د کالنۍ د مطالبو او موادو د راټولونې سيسټم 

څلورمه ماده: 

د کالنۍ  د موادو د راټولونې سيستم په لاندې ډول دی: 

۱ – له شریعت، انیس او هیواد ورځپاڼو، څخه د کال مهمو مطالبو انتخاب، اديټ او د کټنګ ترتیب کول. 

۲- وزارتونو او خپلواکو دولتي ادارو ته د دوی د کاري راپورونو د غوښتنې په موخه د رسمي مکتوب لېږل، یوه میاشتې وروسته هغه وزارتونه او ادارې چې خپل کاري  راپور نه دی لیږلی تعقیبی مکتوب لېږل کیږي. 

۳ – د اړوندو کټنګونو له مخې د خبرونو او مطالبو ټایپول. 

۴- له ټایپ شویو مطالبو څخه د پروف چاپ او د کتونکو له لوري د هغوی کتل او تصحیح کول. 

۵- کمپیوټر ته سمونو داخلول او دویم پروف پرنټ کول.  

۶- د لمړي او دویم پروف له یو بل سره کتل، مقابله او تصحیح کول او د دوی د مطالبو ترتیب او تنظیم. 

۷- د دویم پروف کتل او په کمپیوټر کې ترتیبول. 

۸- د راپورونو د غیر ضروري مطالبو ادیټ، راټولول او ترلاسه کول.  

د مطالبو د راټولونې مرحله

پنځمه ماده: 

د کالنۍ  د مطالبو راټولونې د لاندې مرحلو لرونکې ده: 

۱ – د کالنۍد مطالبو صفحه بندي او ډیزاین. 

۲ – د ډیزاین شویو پاڼو پرنټ او له دویم پروف سره پرتله او ارزونه.  

۳ – په کمپیوټر د ډیزاین پاڼې سمونه او د ترس پاڼو پرنټ کول. 

۴ – د ترس پاڼو بیاکتنه، تصحیح او ترتیبول. 

۵- د کالنۍ د چاپ ځای او چاپ شمېر د ټاکلو په موخه د وزارت مقام ته د وړاندیز استول. 

۶- مطبعې ته د ترس ورقو لېږل او له مطبعې څخه تر را ایستلو پورې د چاپ څارنه کول. 

۷- د کالنۍ د پوښ ډیزاین د اطلاعاتو او کلتور وزارت پیغام او د بیهقي کتاب خپرولو رئیس لیکنه  

۸- له تشریح، بیې ټاکلو او چاپ وروسته له مطبعې څخه د کالنۍ ترلاسه کول او د تشریح عمومي مدیریت له خوا د وزارت اداري ریاست ته د مطبعې د (حق الطبع) پېسو لپاره، له بیل سره د تشریح ورقو لېږل. 

شپږمه ماده: 

هغه وزارتونه او دولتي ادارې چې د دوه مکتوب له صادرولو وروسته بیا هم خپل کاری راپور نه لیږي نو له قانوني اړخه د کالنۍ ادارې مسؤولیت رفع کیږي او کالنۍ کې د هغه نه خپرولو مسؤولیت د مربوطه ارګان په غاړه ده. 

اوومه ماده: 

هغه کالنۍ چې پنځه کاله ورنه تیریږي به غیر د ډیزاین پانې او د مطالبو کتنګ او د وزارتونو اصلی کاري راپور ساتل کیږي او پاتې ... نور لکه اول او دویم پروف تحولیخانې ته لېږل کیږي 


Copyright © Ministry of Communication and Infomation TechnologyTerm'`s of PrivacyFAQ