د بیهقي کتاب خپرولو ریاست
۱۴۰۳/۱۱/۱۲ 9:12 PM
د بیهقي کتاب خپرولو ریاست
پیژندنه:
د بیهقي واحد په کال ۱۳۴۶ لمریز کې د دولتي مطبعې په تشکیل کې رامنځته شو او په همدې کال یې ریاست ته ارتقاء وکړه او د (بیهقي کتاب پلورنځي) په نوم خپل فعالیت پیل کړ په کال ۱۳۵۹ کې د بیهقي کتاب خپرولو ریاست په نوم ونومول شو او تر دا مهاله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت په چوکاټ کې د دویمي واحد په توګه فعالیت ترسره کوي.
تشکیلات:
۱- د قرآن کریم لیکلو آمریت
۲- د کالنۍ د تحقیق او تحلیل آمریت
۳- د چاپ او خپراوي آمریت
۴- د تألیف او ترجمې آمریت
۵- د بازار موندنې او خرڅلاو آمریت
۶- اداري مدیریت
موخه: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په کچه د بیهقي کتاب خپرولو ریاست په یو علمي او اکاډمیک مرجع بدلول.
فعالیتونه:
۱- د کتابونو په ټاکلو کې د اړتیاوو تثبیت او غور کول.
۲- د هیواد د مورخینو، څېړونکو او لیکوالانو آثار او کتابونو چاپول.
۳- د لوستونکو لپاره له بهرنیو ژبو څخه ملي او محلي ژبو ته د ضروري او ګټورو آثارو ژباړل او چاپ کول.
۴- د افغانستان کالنۍ په ګټورو مطالبو، مضامینو او ښکلي صحافت کې چاپول.
۵- قرآن کریم، د قرآن کریم ژباړه په پښتو، دري او نورو محلي ژبو او د قرآن کریم تفسیرونه، په بېلابېلو سایزونو سره چاپول.
۶- په کابل ښاراو ولایتونو کې د کتابونو د پلورلو غرفو کېښودل او وده ورکول.
۷- د کتاب لوستنې او مطالعې دود ته د ودې ورکولو او ترویج په موخه د نندارتونونو جوړول.